ایکنانیوز د ایرنا له قوله راپور راکوی د سرۀسمندر او باب المندب له لارې د صهیونیسټ رژيم په لور د تجارتي کشتیو دتګ راتګ د مخنیوي په باب دیمن د ملی پوځ په ګواښونو او اقداماتو پسې نیواکي ټاټوبو ته د هر بار شوي کنټینر د ځای په ځاي کولو لګښت له سلو ډالرو څخه څلور سوه ډالرو ته رسیدلی دی او تر پرون پورې اسرائیلو ته کابو څلور میلیارډ ډالرو زیات تاوانونه رسیدلي دي.
ایرنا د اسرائیل هوم صهیونیستي ورځپاڼې له قوله راپور ور کړی ، د صهیونیسټ رژيم ؛زیم ؛ټرانزیټي شرکت په یوې خبرتیا کې نیواکي ټاټوبو ته د هررسیدونکي کنټینر د ځای په ځّاي کولو لګښت له سلو ډالرو څخه څلور سوه ډالرو ته درسیدا خبر ورکړی دی.
ګلوبس خپرونې هم په یوه راپور کې ويلی دي،د.روان میلادي کال د اسرائیلو د کشتۍ چلونې شرکتونوونډو د خپل باراز کابو ۲۳فیصدي ارزښت له لاسه ورکړی دی او اوس سترو شرکتونو د سره سمندر له لارې د خپلو کشتیو تګ راتک درولی دی.
داپه داسې حال کې دي چې د یمن پوځ او د انصار ا... مبارزانو ګواښ کړی چې تر څو په غزې کې د مظلومو خلکو په ضد د وحشي او جنایتکار صهیونیسټي رژيم حملې او تیری پای ته نه وی رسیدلی دسره سمندر او باب المندب له لارې به اسرائيلو ته ته د تجارتي کشتیو تګ راتګ اجازت ورنکړي.